امرخېل: که هېواد ونه ساتو، مجبورېږو چې د پنجاب په کوڅو کې چای وپلورو

امرخېل: که هېواد ونه ساتو، مجبورېږو چې د پنجاب په کوڅو کې چای وپلورو


  • 3 کاله دمخه (28/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1085

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل یوې ولسي غونډې ته ویلي، که مقاومت ونه کړو او هېواد ونه ساتو؛ نو مجبورېږو چې دپنجاب په کوڅو کې چای وپلورو.

 

نوموړي زیاته کړې، دوه لارې دي، یا به هېواد ساتئ او یا به د پنجاب په چای پلورنځیو کې کار کوئ؛ نو که هېواد ساتئ، د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږئ، دښمن ته د دښمن په سترګه وګورئ او په عزت ژوند وکړئ.

 

باید وویل شي، چې امرخېل په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې پاکستان په افغانستان کې ښکاره او مستقیمه جګړه شروع کړي