د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وایي، تېره شپه شاوخوا لس بجې طالبان د لغمان ولايت مرکز اړوند قوال خېلو سیمه کې د اکرام په نوم ديوه ملکي وګړي کور ته ور اوښتي، چې پرمهال یې نښته رامنځته شوې او د نښتې په ترڅ کې د اکرام ميرمن او دوه ځامن وژل شوي او د اینګور په ګډون یې درې لمسيان ټپیان شوي .
یادې سيمې ته د امنيتي ځواکونو د رسېدو سره سم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې، چې په پایله کې یې د طالبانو سرګروپ شاه آغا مشهور په بدرالدین په ګډون درې تنه وژل شوي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم طالبانو د کندهار ولایت په سپین بولدک کې لسګونه ملکیان له کورونو ویستي او بیا یې په ډزو وژلي وو