بلينكن: هیڅوک د طالبانو امارت نه مني

بلينكن: هیڅوک د طالبانو امارت نه مني


  • 3 کاله دمخه (29/07/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1262

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین له سي ان ان سره په یوه مرکه کې، چین ته د طالب پلاوي سفر ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پیل شوې جګړه هیچاته په ګټه نه ده او نه هم د نړۍ هېوادونه اوس وخت کې د طالبانو امارت مني.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري افغانستان کې پیل شوې جګړه د چین او امریکا دواړو په ګټه نه ده او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو دریځونه یو شان دي.

باید یاده شي، چې اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هند ته په یو سفر تللی، چې د اجنډا یوه برخه یې د افغانستان اوسنی وضیعت دی.

که څه هم دا نه ده مالومه، چې د یاد سفر ښکاره ګټه به د افغان سولې لپاره کومه وي؛ خو تر دې وړاندې یو شمېر امریکايي چارواکو هند د افغان سولې پروسه کې مهم هېواد بللی و.