د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، طالبانو د روان کال له پیله تر اوسه په اوسط ډول ۳۵ سلنه تاوتریخوالی ډېر کړی، چې لهکبله یې شااوخوا ۵۵۸۷ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتېده.
د دې وزارت د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند باندې د څارنې رئیس سید عبدالله هاشمي نن خبریالانو ته ویلي، طالبانو په افغانستان کې د وري میاشتې له پیله د چنګاښ تر پایه پورې ۹۳ ځانمرګي بریدونه، ۶۵۰ توغندیز بریدونه، ۱۶۷۵ چاودنې، ۸۴۴ هدفي وژنې او ۶۲۳ ځمکنۍ نښتې کړي دي.
د نوموړي په وینا، دې ډلې په دغو بریدونو کې ۲۵۶۶ ملکیان وژل شوي او ۳۰۲۱ نور ټپیان شوي، چې په وژل شویو کې ۱۵۷۵ او په ټپیانو کې ۱۱۷۸ ماشومان او ښځې شاملې دي.
د سرچینې د مالوماتو پر اساس د روان لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۷۶۵ طالبان له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي او ۹۱۷۸ نور ټپیان شوي دي.
ورته مهال دغې سرچینې په همدې موده کې د څه باندې ۱۰۰۰ طالبانو د ژوندي نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.
د ویلو ده، چې دوې ورځې دمخه یوناما د روان میلادي کال په شپږو میاشتو کې په خپل خپاره کړي راپور کې د ملکي افغانانو د مرګژوبلې د ۴۷ سلنې کچې د لوړېدو خبره هم وکړه.