سویډن رد شوي افغان پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته نه رالېږي

سویډن رد شوي افغان پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته نه رالېږي


  • 3 کاله دمخه (30/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1148

سویډني چارواکو ویلي، یو شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې توقیف کې ول او د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي بېرته خوشې کړي.

 

د سویډني رسنیو د راپور پر بنسټ، چې یاد کسان د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته استول کېدل؛ خو د افغانستان ناسم امنیتي وضعیت له امله یې د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پرېکړه اخیستې او نیول شوي کسان‌یې خوشې کړي.

 

باید وویل شي، چې څه موده وړاندې افغان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتي وو، چې د افغان پناه غوښتونکو دبېرته ستنولو بهیر د درې میاشتو لپاره وځنډوي؛ ځکه چې افغانستان کې ناامني زیاته شوې او طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی