د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې توماس نیکولسن وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او طالبان باید د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې طالبان دې د سولې لپاره رامنځته شوی تاریخي فرصت نه ضایع کوي او له افغان حکومت سره دې د مذاکراتو مېز ته کیني.
که څه هم په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کچې لوړېدو ګڼ شمېر هېوادونه اندېښمن کړي او له یادې ډلې غواړي، چې د جګړې پر ځای له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کیني؛ خو طالبان یواځې پر جګړې تمرکز کوي.
څه موده وړاندې د افغان سولې مذاکراتي پلاوي غړو هم ویلي وو، چې طالبان د سولې خبرو لپاره پلمې لټوي او له دوی سره د خبرو مېز ته نه کیني.