ولسمشر غني: پایدارې سولې ته رسېدل زمونږ لومړیتوب دی

ولسمشر غني: پایدارې سولې ته رسېدل زمونږ لومړیتوب دی


  • 3 کاله دمخه (31/07/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1209

له ولسمشر غني سره د جهادي او سیاسي مشرانو په مشورتي ناسته کې د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ په لاندې درېیو ټکو ټینګار شوی.

 

د جنګ ختمول او پایدارې سولې ته رسېدل د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړیتوب دی او دغه لوړ مقام ته د رسېدو لپاره یې قربانۍ ورکړي، په دې برخه کې د ملي مصالحې عالي شورا او د مذاکراتي پلاوي هلې ځلې د ستایلو وړ دي.

 

د افغانستان د خلکو، ارضي تمامیت، نوامیسو، ملي بنسټونو، ګډو ارزښتونو، د ښځو حقونو او نورو هغو حقونو او ازادیو دفاع چې په اساسي قانون کې درج شوي وي، د دولت مکلفیت دی او د هر ډول تعرض پر وړاندې به د یادو ارزښتونو دفاع کوي.

 

د تروریستي بریدونو او تجاوز پر وړاندې د ملي امنیتي ځواکونو زړورتیا او د ولس ملي بسیج د ستایلو دی. د افغانستان سیاسي او جهادي مشران د ملي ځواکونو د مشروع دفاع او د دوی په ملاتړ د ولسي بسیج، نه یواځې دا چې درناوی کوي؛ بلکې په ټول قوت به د افغانانو دفاع لپاره به د خلکو لا ډېر بسیج لپاره هلې ځلې وکړي.