اروپايي ټولنه: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي، حکومت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي

اروپايي ټولنه: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي، حکومت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي


  • 3 کاله دمخه (01/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1141

اروپايي ټولنې یو وار بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به د طالبانو له لوري د زور له لارې رامنځته شوی حکومت په رسمیت ونه پېژني. 

دا څرګندونې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په یوه تازه مرکه کې کړې دي او په افغانستان کې یې د طالبانو له‌خوا د روان تاوتریخوالي په ډېرېدو سره ویلي، چې دوی په دغه هېواد کې نور د روانې جګړې پای‌ته رسېدل غواړي.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر ځای د سولې خبرې چټکې کړې او د زور له لارې د خپل حکومت له رامنځته کېدو تېر شي او په خبره یې یاده ډله به هېڅ‌کله هم دې موخې ته ونه‌رسېږي. 

نوموړی همداراز خبرداری ورکړی، چې که چېرته طالبان له تاوتریخوالي لاس وانخلي؛ نو خپلې مرستې به له افغانستان سره قطعه کړي. 

د اروپايي ټولنې استازي ویلي ټول جهتونه هڅه کوي، څو په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي، ځکه په خبره د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري. 

د ویلو ده، تر دې وړاندې یو شمېر امریکایي چارواکو او د ملګرو ملتونو آستازو هم ویلي، چې په اففانستان کې د زور له لارې رامنځته کېدوونکی حکومت په رسمیت ونه پېژني.