د بشر حقونو خپلواک کمیسیون: ملکي تلفات ۸۰ سلنه زیات شوي؛ د ۵۶ سلنې عاملین طالبان دي

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون: ملکي تلفات ۸۰ سلنه زیات شوي؛ د ۵۶ سلنې عاملین طالبان دي


  • 3 کاله دمخه (01/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1454

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د تاوتریخوالي په ۱۵۹۴ پېښو کې، ټول ۵۳۲۱ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې جملې څخه ۱۶۷۷ تنه يې وژل شوي او ۳۶۴۴ تنه ټپيان دي. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ټول ۲۹۵۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوپله اوښتې وه، چې ۱۲۱۳ تنه يې وژل شوي او ۱۷۴۴ تنه ټپيان وو.

 

يادې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د ۲۰۲۰ کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله ۸۰ سلنه زياته شوې ده.

 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي وګړو له ټولې مرګ ژوبلې څخه ۵۶ سلنه د طالبانو د ډلې له خوا، ۲۲سلنه د نامعلومو عاملانو له خوا، ۱۵ سلنه د حکومتي ځواکونو له خوا او ۷ سلنه د داعش ډلې له خوا اوښتې ده. د ۲۰۲۱ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ټول ۲۹۷۸ تنه ملکي وګړي د طالبانو د ډلې په بريدونو کې قرباني شوي دي، چې له دې جملې ۹۱۷ تنه وژل شوي او ۲۰۶۱ تنه ټپيان شوي دي.