ولسمشر غني: تر راروانو شپږو میاشتو به د جګړې وضعیت تغیر شي

ولسمشر غني: تر راروانو شپږو میاشتو به د جګړې وضعیت تغیر شي


  • 3 کاله دمخه (01/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1230

ولسمشر په ټينګار سره ویلي، چې تر راروانو شپږو میاشتو به د جګړې وضعیت بدل شي او د دې کار لپاره منسجم او ځانګړی پلان هم شته دی، له ګټګوري کولو پرته د دې موخې ترلاسی ناشونې دی.  

ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړنۍ ناسته (ډیجیټل افغانستان اوونۍ) کې وکړې. 

ولسمشر په دې ناسته کې ویلي، پر دې د ټولو اجماع ده، چې طالبان د سولې جدي خبرو اترو ته تیار نه دي، تر هغې چې په نظامي ډګر کې د جګړې د میدان لوری بدل نه شي.

نوموړي همداراز ویلي، ترڅو د جګړې د میدان لوری بدل نه شي، طالبانو به جدي مذاکرې ته تیار نه‌شي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، چې د طالبانو سوق او اداره منظمه او یو لاس شوې، چې دا پخپله د هغوی د ملاتړو هېوادونو او تیوریستي بنسټونو ترکیب دی. 

د ولسمشر غني په خبره، طالبان د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ عملیاته کوي، چې په تېرو دېرشو کالو کې بې مخینه بلل کېږي او زیاتوي، چې طالبانو نړیوالې تورې تروریستي ډلې افغانستان ته دننه کړې دي.

د ښاغلي غني په وینا، طالبانو د ولسوالیو له نیولو سره سم د تاریخ، جغرافیې او وطنپالنې کتابونه د ښوونځي له درسي نصابه ایستي دي.

په همدې حال کې ولسمشر، طالبان د مذهب له اړخه "فتنه" بللې او له دیني عالمانو یې غوښتي، تر څو دا ډله هغسې چې فتنه ده، خلکو ته وروپېژني.

ولسمشر د کابینې په دژ ناسته کې دا هم ویلي، چې د جمهوریت د لوري چوکاټ انعطاف منونکی او د تکامل په حال کې دی.  

په عین حال کې ولسمشر غني د کابینې غړو ته په اشارې ویلي: اداري فساد د زغم وړ نه دی، ما خپلو نړیوالو شریکانو ته کم مه راولئ.