آلمان: پر افغانستان سختې ورځې راغلي؛ یواځې یې نه پرېږدو

آلمان: پر افغانستان سختې ورځې راغلي؛ یواځې یې نه پرېږدو


  • 3 کاله دمخه (02/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1313

د المان شارژدافیر ویلي، چې المان او افغانستان یو له بل سره ښې اړیکې لري او دوی به هیڅ وخت افغانستان په سختو شرایطو کې یواځې پرېنږدي. 

آلمان لوري ویلي، چې د افغان‌سولې پروسې څخه ملاتړ کوي او په خبره یې پرمختیایي او بشردوستانه مرستې به یې دوام ولري.  

دا څرګندونې په کابل کې د جرمني سفارت شارژدافیر ژان‌هینډریک‌ ون‌تیل د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، امنیتي وضعیت او د سولې پروسې په اړه خبرې اترې کړې دي. 

ورته مهال آلماني لوري ویلي، په افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او المان غواړي، چې دغه جګړه ژر تر ژره ختمه شي او طالبان د خبرو مېز ته کېني. 

حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې د المان له دایمي مرستو مننه کړې ده او دغه هېواد یې د افغانستان ښه ملګری بللی دی.

تر دې وړاندې بیا د استرلیا سفارت هم ویلي و، چې افغانستان کې به بېرته ډېر ژر خپل دیپلوماتیک حضور پیل کړي.