د مشورو لپاره؛ د افغان سولې مذاکراتي پلاوي مشر کابل ته راغلی

د مشورو لپاره؛ د افغان سولې مذاکراتي پلاوي مشر کابل ته راغلی


  • 3 کاله دمخه (02/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1302

د سولې په برخه کې د حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی کابل ته راغلی، ترڅو له سیاسي مشرانو او دیني عالمانو سره سلا مشورې وکړي. 

ښاغلي ستانکزي پرون خبریالانو ته ویلي، چې اوس‌مهال یې په دوحه کې په افغانستان کې د راتلونکي نظام او اساسي قانون کې د تغیراتو پر سر له طالبانو سره خبرې روانې کړې دي. 

نوموړي همداراز په راتلونکي نظام کې د دیني عالمانو ونډه اړینه بللې او ویلي یې دي، دوی کولای شي، چې د راتلونکي نظام په جوړښت کې مثبت رول ولوبوي. 

هغه دغه‌راز زیاته کړې، چې که د سولې لپاره جدي اراده رامنځته شي؛ نو په خبره یې روانه جګړه په یوه میاشت کې کابو کېدای شي. 

د سولې په برخه کې د حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغان سولې په کشاله ښکېل هېوادونو تل د مذاکراتو پر چټکیا ټینګار کړی او له طالبانو غواړي، چې له افغان دولت سره د خبرو مېز ته کېني. 

په همدې حال کې بیا افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ټینګار کوي، چې زه د واک لېږد خپل ولس ته سپارم او په خبره یې هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم. 

هغه تېره ورځ د کوچي ټبر یو شمېر مشرانو سره په ناسته کې ویلي، «زما دنده د نظام ساتل دي، چې د نظام په چوکاټ کې سوله وشي. ما بار بار طالبانو ته ویلي چې واک به ولس ته ورکړو، ټاکنو ته به زمینه برابره کړو، هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم.»