افغان حکومت: ملګري ملتونه دې د طالبانو په روان وحشت چوپ نه‌پاتې کېږي

افغان حکومت: ملګري ملتونه دې د طالبانو په روان وحشت چوپ نه‌پاتې کېږي


  • 3 کاله دمخه (03/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1278

افغان حکومت وایي، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر روان وحشت او ناورین چپ پاتې نه‌شي.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي او پر روان وضعیت یې ورسره خبرې کړې دي. 

ښاغلي اتمر په دې لیدنه کې ویلي، چې طالبانو په وروستیو کې پر ښارونو بریدونه زیات کړي، چې ورسره په‌خوا کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

نوموړي له دې سازمان غوښتي، چې نور باید د طالبانو پر روان وحشت، د جګړو په شدت، د ملیکانو په مرګ‌ژوبلې او عامه تاسیساتو ویجاړولو چپ پاتې نه‌شي او په خبره یې دوی باید دا هر څه مستند کړي.

ورته‌مهال دیبرا لاینز هم ویلي، چې پر روان تاوتریخوالي اندېښمنه ده او ټینګار کوي، چې طالبان باید د جګړې پر ځای افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېني.

لاینز وایي، چې د طالبانو د روانو جګړو له کبله مرستندویه ادارو خپل کارونه درولي او زیاتوي، چې د ملکیانو ژوند له ستر خطر سره مواجح دی.

ملګرو ملتونو همدا وړمه ورځ په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې او بې‌ځایه کېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې طالبان نه‌باید د جګړې پر مهال د دوی کورونه سپر وګرځوي. 

دې سازمان له طالبانو په کراتو - کراتو غوښتي، چې روانې جګړې ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي او په خبره یې چې جګړه د حل لاره نه‌ده؛ نو دغې ډلې ته په‌کار ده چې د سولې خبرې چټکې کړي.