ښاغلی کرزیه! افغا نان د خرڅلاوو نه دي!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اشرف غني احمدزي
  • 1139

ښاغلی کرزي  په دې ورستیو کې د لومړي ځل لپاره د ارګ څخه راوتلی دی اوهغه هم دجمهوري ریاست لپاره د امنیتي ځواک څخه په استفادې سره، چې د بین المللی ټولني له خوا تمویلیږي .هغه باید پوه شي چې زمونږ خلک د ده او د ده د ورور  په خالي ژمنو نه غولیږي .مونږ ده ته خبرداری ورکوو چې زمونږ د هیوادوالو په اړه بې ځایه قضاوت ونه کړي.

پښتانه په دې ورستیو کې دوې مسلې لري .یو د  کرزی  شرکت حاکمیت په جنوب کې او بل هم د کرزي د واک نشتون په شرق کې.په جنوب کې  چې  کرزی حاکمیت لري خلک د مافیا د کورنی له خوا د اقتصادي انهدام اود تریا کو تروریزم له امله ځپل شوي دي . او په شرق کې چې کرزی حاکمیت نلري  اقتصادي پرمختګ شوی دی، یو سیاسي خوځنده کلتور په منطقه کې نفوذ کړی دی. 

د ښاغلی کرزی سفرونه دپردي شا ته د معاملو سره مل دي . نن ورځي پوري یې د۹۰   وزارتو خانو، ۲۵۰ معینیتونو اود۵۰لایتونو وعدې کړې دي.

آیا د اشرف غني طرحی لکه د امنیت د تامینولولپاره د یو میلیون کارونورامنځ ته کول، د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی په هر کلي کې، هرې امیدواري ښځي ته روغتیا یي پاملرنه او د هیواد هر بچي ته د زدکړې دزمینې برابرول تر هغه ژمنو او معاملو نه ښه پلان نه دی؟

د می د میاشتي ټول پوښتنې ښیي چې کرزي په لوی کندهار، لوی پکتیا او لوی ننګرهار کې حتی ۱۰ په سلو کې ملاتړهم له ځانه سره نلري.

ښاغلې ولسمشره! زمونږ خلک په دې پوهيږي چې کومې خبري چې تاسي کوی هغه غلطي دي. ددې هیواد خلک ماتي شوي ژمني نه غواړي .بلکه د خپل ځان او کورنۍ لپاره امنیت غواړي، دوی کارونه غواړي، برېښنا غواړي ، غواړي چې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی او روغتیایې آسانتیاوي ولری. او غواړي چې عادل حکومت ولري. د اسد پر ۲۹ نیټه ددې وخت به راورسیږي چې دوی خپل د خوښي راتلونکی حکومت وټاکي.