حیرتان ته نژدې روسیې او ازبیکستان پوځي تطبیقات پیل کړي

حیرتان ته نژدې روسیې او ازبیکستان پوځي تطبیقات پیل کړي


  • 3 کاله دمخه (03/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 2194

د روسیې او ازبیکستان ګډو ځواکونو د افغانستان پولې حیرتان ته نږدې پوځي تطبیقات پیل کړي دي.  

تاس خبري اژانس د روسي چارواکو په حوله ویلي، چې دا تطبیقات پنځه ورځني دپ او شااوخوا یو نیم زر روسي او ازبیکستاني سرتېري په‌کې ګډون لري. 

د مالوماتو له‌مخې، چې دا تطبیقات پرون د افغانستان حیرتان ته نژدې د ازبیکستان په ترمز ښارګوټي کې پیل شوي دي. 

سرچینه کې وړاندې راځي، چې روسیې ویلي، تردې به زیات شمېر نور سرتېري په بېلابېلو پوځي تطبیقاتو کې د ګډون لپاره تاجکستان ته ولېږدوي.

تاس خبري اژانس همدارنګه زیاته کړې، دا پوځي تطبیقات چې د تاجکستان، روسیې او ازبیکستان پوځي ځواکونه به په کې شامل وي،  د زمري په ۱۴مه پیلېږي او پنځه ورځې دوام ومومي.  

په همدې حال کې هاخوا بیا ازبیکستان هم په درې اړخیزو تطبیقاتو کې د ګډون لپاره د خپلو ځواکونو د ګډ سرحد له لارې تاجکستان ته د رسېدو خبر ورکوي.