خوارج چې الله اکبر کړي، کغ د یوه انسان، یوه مسلمان، او د یوې مور د زوی پر غاړه د وحشت چاړه را کش کړي.
خوارج چې الله اکبر کړي، د بوشکې د ریموټ تڼۍ کښېکاږي د هېواد د اقتصاد یو رګ و شوکوي، د هېواد د عظمت ساتلو یو دېوال، یوه ودانۍ، یو څلی ونړوي.
خوارج چې الله اکبر ووایي وحشت، وېره، درنده ګي خپره شي، غوني زیږه شي، د انسان له زړه د خدای پاک د رحیموالي او رحمانوالي تصور ووځي. مایوسي او نهیلي خپره شي
خوارج چې الله اکبر ووایي یو پنجابی جنرال یې خپل خیرن ژیړ غاښونه له بدشکلې موسکا سره را څرګند کړي، خیرنې، نشه یي او مریضې سترګې را رډې کړي او بیا کټ کټ د خپل منافقت او مکر بریا ته وخاندي.
خوارج چې الله اکبر ووایي، د اسلام پر ښکلي مخ د وحشت تور زرڼه را وپاشي، ښکلی، مهربانه او خیالي اسلام تور زومبي دېو خلکو ته تر خیال ور ولي.
خوارج چې الله اکبر ووایي د فساد، وراني، غلامي او سپېتانې تور تهمت د رب په مقدس نامه پورې وتړل شي او د بشر د تاریخ تر ټولو بدرنګه او عظیمه ګناه د خدای د دین په نامه وشي.
موږ چې الله اکبر ووایو،
د ښار د ماشومانو، مېرمنو، بې وزلو او عاجزانو په زړونو کې د وېرې په منځ کې هیله مندي او ډاډ را پیدا شي.
د خدای ترحم ته هیله پیدا شي، د وحشت له تیارو د خدای د رحم رڼا ته د پنا وړلو دروازه پرانیستل شي.
ښاریان یو بل ته د مینې پیغام ورسوي، یو بل ته ډاډ ورکړي چې موږ ټول خدای لرو او خدای له موږ سره دی.
موږ چې الله اکبر ووایو، ادې سجدې ته ټیټه شي، ابا د خدای حضور ته د درېدلو نیت وتړي.ً
موږ چې الله اکبر ووایو، د سرتېري ناره مو تر غوږ شي چې پر وحشي تېريګر غلام ور وبلوسي، په منځ یې سره وشوکوي، په مخابرو کې نارې شي چې خدا کیلیی کرنل ماراګیا، چوهدری زخمی هوګیی، امبولانس بولایی، چلیی، ګهر چلیی یی افغانی بهت خطرناک هی، جان سی مارتا هی…