سرپل کې د ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانیو په ارزښت ۳۶ شنې خونې جوړېږي

سرپل کې د ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانیو په ارزښت ۳۶ شنې خونې جوړېږي


  • 3 کاله دمخه (03/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1155

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په سرپل ولایت کې د  ۲۵ میلیونه او ۹۰۰ افغانیو په ټولیز لګښت د ۳۶ شنو خونو رغنیزې چارې پیل شوې دي. 

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دغه شنې خونې چې هر یوه یې اته په ۲۰ مترو کې ده، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سبو د کرکېلي دودولو په موخه جوړېږي. 

د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې په یاد ولایت کې له دې وړاندې هم د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د سبو د کرکېلي په پار ۱۶۴ شنې خونې جوړ شوي دي.