د پوهنې وزارت: ښوونځي له فلتر شوي انټرنټ سره وصلوي

د پوهنې وزارت: ښوونځي له فلتر شوي انټرنټ سره وصلوي


  • 2 کاله دمخه (03/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1328

د پوهنې وزارت وایي، د آترا ادارې په همکارۍ ښوونځي له فلتر شوي انترنیټ سره نښلوي او په دې اړه یې د آترا ادارې رئیس منصور انصاري سره خبرې کړې دي او نوموړي هم دمرستې ډاډ ورکړی.

 

د پوهنې وزارت په یوې خبر پاڼه کې ویلي، چې له فلتر شوي انټرنټ سره د ښوونځيو د نښلولو څخه یې موخه دا ده، چې زده کوونکي د نړۍ له نويو علمي پرمختګونو څخه خبر شي او ښوونيزو چارو کې ترې ګټه پورته کړي همداراز زده کوونکي به په آنلاين ډول د هيواد په ګوټ ګوټ کې له نورو زده کوونکو سره، په علمي سياليو کې ګډون وکړي.

 

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د برېښنایي حکومتولۍ لپاره هڅې چټکې شوي؛ تازه د کابینې لومړۍ برېښنایي ناسته ترسره شوې او د مبایل له لارې مامورینو ته د معاشونه ورکړې سیسم هم فعال شوی او اوس ښوونځي هم له انترنیټ سره نښلول کېږي.