د کندهار والي: طالبانو سلګونه هغه کسان د کرښې هاخوا زنداني کړي، چې دوی نیولي

د کندهار والي: طالبانو سلګونه هغه کسان د کرښې هاخوا زنداني کړي، چې دوی نیولي


  • 2 کاله دمخه (04/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1020

د کندهار والي وايي، طالبانو د غچ­ اخیستنې په موخه په سپین بولدک ولسوالۍ کې په سلګونو هغه کسان د کرښې هاخوا په زندانونو کې ساتي، چې د دوی له لوري نیول شوي دي. 

ښاغلي روح الله خان زاده، دا څرګندونې پرون ناوخته له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، تر دې دمه د ۴۰ کسانو جسدونه تثبیت شوي او په خبره یې سلګونو کسان بې‌درکه دي، چې مړي لا د ټولو نه دي پیدا شوي.

هغه دغه‌راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې یوازې د ۴۰ او ۴۵ ترمنځ مړي موندل شوي دي او د نورو په موندلو پسې هڅې روانې دي. 

د ښاغلي والي په خبره یو شمېر هغه کسان چې طالبانو نیولي، له پولې اړولي او هلته یې زنداني کړي دي.

ده ویلي، د یادې ډلې له لوري په نیول شویو کسانو کې اکثریت هغه څوک شامل دي، چې د دولت سرتېري او کار کوونکي وو.

د کندهار د والي دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي، چې وړمه ورځ همدې په اشارې په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د غچ اخيستنې د بریدونو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي په ډله‌ییز ډول وژلي چې جنګي جرمونه ګڼل کېدای شي.