تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 2 کاله دمخه (04/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1069

افغان ځواکونو په مخامخ نښتو، چاڼیزو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ۲۷۴ طالبان وژلي او ۱۱۹ تنه نور ټپيان دي او همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

 

د ملي دفاع وزارت وایي، چې په یاده موده کې ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه، چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

 

د یادولو ده، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، لوګر، کندهار، فراه، هرات، جوزجان، بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل، هلمند، تخار، بغلان، کاپيسا او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.