ولسمشر غني: د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف‌ده

ولسمشر غني: د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف‌ده


  • 3 کاله دمخه (04/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1286

ولسمشر غني وایي، د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او زموږ ویاړلي افغان ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ ورسره دی، په ټول قوت د یادې ډلې پر وړاندې جنګېږي. 

ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هېواد ګډو ځواکونو، متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره کتلي دي.

ولسمشر غني له دوی سره په ناسته کې ویلي،  ستاسو له احساس، پوهې، تحلیل ، طرحې او تعهد څخه مننه او دا د ټولو هیوادوالو د هیله مندۍ موجب کېږي.

ولسمشر په ورستیو کې د یو شمېر خلکو له‌خوا د الله‌اکبر نعرې ته په اشارې ویلي،چې  تاسو ولیدل هیوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې ځواب ورکړ.

د ښاغلي غني په وینا، د افغان ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره زموږ هڅې ادامه لري.

نوموړي ورته مهال زیاته کړې، د هېواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او مؤثر استمعال تمرکز کېږي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني همدارنګه ویلي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه  خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د افغان ځواکونو پیاوړتیا غواړي.