له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۳۰۳ طالبان وژل شول او ۱۲۵ نور ټپيان شوي دي.
دغه طالبان د ننګرهار، لغمان، غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، سمنګان، فاریاب، هلمند، سرپل، نیمروز، بغلان او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د دې په خوا کې ۱۱ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي او د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.