ننګرهار کې درې پلچکونه په بمونو الوځول شوي

ننګرهار کې درې پلچکونه په بمونو الوځول شوي


  • 2 کاله دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1009

ننګرهار ولایت کې طالبانو درې پلچکونه په بمونو الوځولي دي. 

د یاد ولایت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې طالبانو دغه پلچکونه د سره رود په فتح اباد سيمه کې تېره شپه په بمونو الوځولي دي.  

مقام زیاتوي، چې د دې پلونو په ویجاړي سره د سره رود، خوږياڼو، شېرزادو او حصارک ولسواليو د ولسي خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

د ولایت مقام د یو بل خبر له‌مخې، چې په شېرزادو کې افغان ځواکونو ۸۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دوی تهاجمي بریدونه په شاه تمبول شوي دي. 

د سرچینې په خبره، د شېرزادو ولسوالۍ په "ګندمک" سيمه کې تېره شپه طالبانو په هوجمي ډول د امنيتي ځواکونو په پوستو بريد وکړ، چې په ځوابيه او تعرضي بريدونو کې د بهرنيو اتباعو او سرګروپانو په ګډون يې ۳۶ تنه وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي.