د جګړو زیاتوالی؛ بریښنا شرکت وايي، چې دوه میاشتو کې مو یو میلیارد عواید د لاسه ورکړي

د جګړو زیاتوالی؛ بریښنا شرکت وايي، چې دوه میاشتو کې مو یو میلیارد عواید د لاسه ورکړي


  • 3 کاله دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1183

بریښنا شرکت وايي، چې په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریدونکو څخه یې پیسې نه دي راټولې کړي.

د بریښنا شرکت ویاند سنګر نیازی وايي، د ۱۴۰۰ مالي کال له پیله تر اوسه د هرات، بغلان، کندوز، فاریاب، تخار او سرپل ولایتونو نا امنو سیمو کې د بریښنا کارولو له اړخه یو میلیارد او ۱۲۶ میلیونه افغانۍ عواید نه دي راټول شوي.

د افغانستان بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳۰ میلیونه عواید د لاسه ورکول؛ خو اوس د طالبانو لخوا د ولسوالیو د مرکزونو له نېول کېدو وروسته په تېرو دوه میاشتو کې په ۷ ولایتونو کې یې یو میلیارد نورې افغانۍ هم د لاسه ورکړي دي.

بریښنا شرکت په داسې مهال د عوایدو د لاسه ورکولو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې په مختلفو سیمو کې د نا معلومو کسانو لخوا د بریښنا پايې وهل شوې وې.