د اسراییل د دفاع وزیر:  د ایران پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو یو

د اسراییل د دفاع وزیر: د ایران پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو یو


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1203

د اسراییل د دفاع وزیر بني ګانتز وایي، چې د ایران پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو یو.

په عمان کې د جولای په ۲۹ مه پر یوه تېل وړونکي بیړۍ برید شوی، چې اسراییل، بریتانیا او امریکا پر ایران د یاد برید تور لګوي؛ خو ایران په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا، اسرییل او بریتانیا د شوو ادعاوو په اړه تر اوسه هیڅ هېواد شواهد نه دي وړاندې کړي.

امریکا او نور چارواکي وایي، چې دغه برید د ډرون په وسیله شوی او یو بریتانوي او رومانیایي وګړی په کې وژل شوی دی.