راس ویلسن:  طالبان تاوتریخوالی پېژني او له سولې وېره لري

راس ویلسن: طالبان تاوتریخوالی پېژني او له سولې وېره لري


  • 3 کاله دمخه (06/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1167

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس ویلسن په یو ټویټ کې ویلي، چې طالبان دې تاوتریخوالی ودروي او سوله دې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو اوسني بریدونه ددې ښکارندویي کوي، چې تاوتریخوالی پېژني او له سولې وېره لري.

ویلسن ویلي، چې د سولې خبرې باید چټکې کړل شي او طالبان دې روان تاوتریخوالی ودروي تر څو افغانان له روان ناورین څخه خلاص شي.

راس ویلسن دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د وسله والو په جګړو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او زرګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.