د سپینې مانې ویانده جین ساکي وايي، چې د طالبانو وروستي اقدامات دوی ته نړیوال مشروعیت نه شي ورکولای.
سپینه ماڼۍ وروسته له هغې دا خبره کوي، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دوا خان مېنه پال د وژل کېدلو مسوولیت ومانه.
جین ساکي وايي، چې طالبان د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو غوښتنه کوي؛ خو اوسنی تاوتریخوالی یې مرسته ورسره نه شي کولای.
د سپینې ماڼۍ ویانده زیاتوي طالبان باید د جګړې انرژي د سولې پر پروسې ولګوي او روان تاوتریخوالی دې ودروي.