د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ په پهلوان خیلو کلي کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۶ متره کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۱۴۴۸ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې، چې تر بشپړتیا وروسته یې ۴۸ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې. یاد کانال ۳۷۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راوسته.
سرچینه زیاتوي، چې د ولسي تړون ملي پروګرام په احمد ابا ولسوالۍ کې ۱۱۱ پرمختیايي پروژې پلې کوي چې له دې ټولګې یو شمیر پروژې پلې شوي او د یو شمیر نورو کارونه هم مخ په بشپړېدو دي.