په میدان وردګو ولایت کې د ۳۶۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

په میدان وردګو ولایت کې د ۳۶۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه


  • 3 کاله دمخه (07/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1311

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام، اقراء پروژې په چوکاټ کې د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په اسماعیل خیل سفلی کلي کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۶۰ کورنیو ماشومانو ته د ښوونځي ودانۍ جوړه او د زده کونکو په واک کې ورکړل شوه.

دغه ښوونځی ۸ درسي او ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک اوبو یوه څاه لري.

د ښوونځي په ودانیزو چارو کې د سیمې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۶۴۳ کاري ورځې هم برابرې شوې.

سرچینه زیاتوي، چې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام ترسیورې لاندې د اقراء برنامې له لوري ۱۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي، چې یو شمېر يې تکميل او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.