اسرائیلو یو ځل بیا په غزې هوایي بریدونه کړي

اسرائیلو یو ځل بیا په غزې هوایي بریدونه کړي


  • 3 کاله دمخه (07/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1041

اسرائیلو یو ځل بیا په غزه هوایي بریدونه کړي، د یاد هېواد پوځ وایي، په غزې کې د حماس په نظامي مرکز او د راکټ توغولو یوه سیمه، وروسته له هغې بمبار کړه، چې د غزې نه اسرائیل لورې ته اور بلوونکي بالونونه واستول شول.

 

د پوځ په اعلامیې کې راغلي، چې دا بالونونه د اسرائیلو په جنوب کې د اور بلېدو سبب شوي؛ بلخوا د اسرائیلو د اور وژنې د ادارې مسؤلینو ویلي، چې د بالونونو له کبله په څلورو ځایونو کې اورو لګېدنه رامنځته شوې وه.

 

د حماس او اسرائیل تر منځ د مۍ د میاشتې د ۲۱ مې نیټې اوربند راهیسې د دواړو لورو تر منځ، څو نورې پېښې هم رامنځ ته شوې وې، چې د اور بلوونکو بالونونو استول هم پکې شامل دي.

 

دیادولو ده، چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي؛ خو دپوځ په اعلامیه کې راغلي، چې توغندیو توغولو مرکز د ملکي خلکو کورونو ته نژدې وو؛ بلخوا یوه ورځ وړاندې په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې په اسرائیلو توغندي وتوغول، چې بیا اسرائیلو هم په لبنان هوایي بریدونه وکړل