په افغانستان کې روان تاوتریخوالی؛ روسیه د سیمې د هېوادونو لپاره غونډه جوړوي

په افغانستان کې روان تاوتریخوالی؛ روسیه د سیمې د هېوادونو لپاره غونډه جوړوي


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1294

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې روسیه د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه جوړوي.

روسیه ویلي، چې په افغانستان کې روان وضعیت اندیښمن کړي دي او هڅه کوي روان تاوتریخوالی کم کړي.

رویټرز د سرچینو له مخې وايي، چې روسیه هڅه کوي د ترویکا غونډه ژر تر ژره جوړه کړي تر څو د افغان جګړې د حل لپاره لاره را وباسي.

داسې ویل کېدل، چې ترویکا غونډه به د اګست میاشتې په ۱۱ مه په قطر کې جوړه شي، خو تر اوسه پورې د یادې غونډې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي ول، چې د افغان سولې د مسلې د حل لپاره ټولو ښکیلو لورو ته په غونډه کې د ګډون بلنه ورکول کېږي؛ خو اوس هند ته په جوړېدونکي غونډه کې بلنه نه ده ورکول شوې.

ترویکا غونډه په داسې مهال جوړیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی زیات شوی او هره ورځ لسګونه تنه عام وګړي وژل کېږي.