افغان ځواکونو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷۹ طالبان وژلي

افغان ځواکونو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷۹ طالبان وژلي


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1118

افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو عملیات، هوايي بریدونه او له یادې ډلې سره مخامخ جګړې ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۷۴۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، هرات، فراه، جوزجان، سمنګان، هلمند، تخار، کندز او پنجشیر ولایتونو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۵۷۹ طالبان وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپیان دي.

افغان حکومت د یادو طالبانو د وژلو خبر په داسې حال کې خپروي، چې همدا اوس هم د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، چې طالبانو ته په کې ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي.