د بغلان چارواکي: پر پلخمري د طالبانو بریدونه په شا وتمبول‌شول

د بغلان چارواکي: پر پلخمري د طالبانو بریدونه په شا وتمبول‌شول


  • 5 مياشتي دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 317

چارواکي وایي، پر مرکز پلخمري د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي او یادې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د بغلان د والي ویاند وايي، پر مرکز پلخمري ښار د وسله والو طالبانو بریدونه چې له څو لوریو یې پیل کړي وو، تر سخت مقاومت وروسته له درنې مرګ ژوبلې سره په شا شوي دي.  

احمد جاوېد بشارت نن دا خبره رسنیو ته کړې او ویلي یې دي، چې دولتي ځواکونو د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ دغه بریدونه شنډ کړي دي او زیاته کړې یې ده، چې دوی تر دې مخکې د طالبانو خلاف بشپړ چمتووالی درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د یو شمېر ولایتونو پر ښارونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې ورسره جوخت د امریکا هوایي ځواک هم د افغان ځواکونو په ملاتړ پر دغې ډلې بریدونه زیات کړي، چې په نتیجه کې یې سلګونه طالب وسله‌وال وژلي او ټپیان کړي دي.