سعودي عربستان:  د ۳۳ هېوادونو وګړو ته د عمرې کولو اجازه نه ورکوو

سعودي عربستان: د ۳۳ هېوادونو وګړو ته د عمرې کولو اجازه نه ورکوو


  • 2 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 985

پرون د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت چارواکو خبر ورکړی وه، چې په دوه میاشتو کې به نږدې دوه میلیونه وګړو ته د عمرې د کولو اجازه ورکړي؛ خو نن بیا نوي معلومات دا دي، چې عربستان د پاکستان په شمول د ۳۳ هېوادونو وګړو ته د عمرې کولو غوښتنلیکونه نه ورکوي.

په دغو هېوادونو کې پاکستان، ترکیه، امریکا او ځینې نور هېوادونه شامل دي.

د یادو هېوادونو وګړو ته ځکه اجازه نه ورکول کېږي، چې کرونا ویروس په کې لا هم د پراختیا په حال کې دی.

عمرې ته د تګ لپاره د کرونا د واکسین کارت درلودل مهم شرط دی.