په نورستان کې ۵۱۰ متره کانکریټي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په نورستان کې ۵۱۰ متره کانکریټي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1217

په نورستان ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت له خوا د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پارون کې د ۵۱۰ مترو په اوږدوالي اوسپنیز کانکریټي پوخ سړک چې د تطبیق چارې یې له پخوا پیل شوې وې جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۷۹۶۰ کاري ورځې رامنځته شوې او د سیمې ۱۲۳۰۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.

د یادونې وړ ده، چې دغې پروژې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته کړیدي.