مصطفی نواز: د امنیت شورا په ناسته کې د پاکستان نه پرېښودل تاریخي شرم‌دی

مصطفی نواز: د امنیت شورا په ناسته کې د پاکستان نه پرېښودل تاریخي شرم‌دی


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1260

پاکستاني سناتور مصطفی نواز وایي، ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او که دغه هېواد د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړي؛ ښایي له بندیزونو او انزوا سره مخامخ‌شي. 

د نوموړي په خبره، پاکستان باید خپله روانه پالیسي تغیر کړي او له ترهګرو ډلو دې د ملاتړ پر ځای د سولې په خبرو کې خپله همکاري ثابته کړي. 

ښاغلی نواز دغه‌راز زیاتوي، چې اوس‌مهال پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو کې منزوي شوی او که له خپلو روانو کړنو لاس وانخلي؛ نو ښایي له سختو بندیزونو او انزوا سره مخامخ‌شي.  

پخوانی پاکستانی سناتور مصطفی نواز وایي، که پاکستان په افغان‌سوله کې خپل صادقانه رول ادا کړي؛ مرسته به یې بې‌ځایه نه وي، خو دا چې پاکستان له ترهګزیو ډلو ملاتړ کوي؛ نو دا چاره به یې له سختو شېبو سره مخ‌کړي.