سیاسي مشرانو سره د ولسمشر لیدنه؛ د ولسي پاڅونونو تجهیز دې چټک کړای‌شي

سیاسي مشرانو سره د ولسمشر لیدنه؛ د ولسي پاڅونونو تجهیز دې چټک کړای‌شي


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1009

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې له سیاسي او جهادي مشرانو سره د لیدنو پر دوام؛ یو وار بیا یو شمېر سیاسي، جهادي او د ملي شورا له رئیسانو سره په ارګ کې د هېواد د وضعیت په هکله بحث او خبرې اترې کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې وایي، چې په دغې لیدنه کې، د جمهوریت د پایښت او دوام او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ، د طالبانو د یرغل په وړاندې د ولسي پا‎څونونو د انسجام، پیاوړتیا او په چټکه توګه د تجهیز او سمبالتیا په هکله پرېکړه وکړه.

ولسمشر غني تر دې وړاندې نن د جمهوري ریاست پخواني مرستیال محمد یونس قانوني سره هم په ارګ کې د هېواد د روان امنیتي وضعیت پر سر کتلي دي. 

ارک وایي، په دې کتنه کې د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت سربېره ښاغلي قانوني له نظام، افغان ځواکونو، د افغان ولس د مخالفینو پر وړاندې د واحد غږ او صف د پیاوړتیا او وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند کړ.