بن والاس: د طالبانو تاوتریخوالی مونږ مجبوره کوي، چې بېرته افغانستان ته لاړ شو

بن والاس: د طالبانو تاوتریخوالی مونږ مجبوره کوي، چې بېرته افغانستان ته لاړ شو


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1294

ډیلي مېل ورځپاڼې د برېتانیا د دفاع وزیر بن والاس له قوله راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې طالبانو هیڅ تغییر نه دی کړی او ورځ تر بلې تاوتریخوالی زیاتوي.

بن والاس زیاته کړې، چې د افغانستان څخه له وتلو وروسته مو له خپلو متحدینو سره افغانستان ته د بېرته تګ خبره کړې؛ خو هیڅ هېواد زړه نه دی ښه کړی.

ډیلي مېل د والاس له قوله وايي طالبانو په هغه ځای برید کړی، چې ۴۵۰ برېتانوي پوځیانو په کې ژوند بایللی دی، انجونې له زده کړو بې برخې شوې او ښوونځي سوځېدلي دي.

والاس وايي، که چېرته طالبان تاوتریخوالی همداسې جاري وساتي؛ نو مجبوره یو چې بېرته افغانستان ته ستانه شو.

د برېتانیا د دفاع وزیر په داسې مهال افغانستان ته د برېتانوي پوځېانو د بېرته راتګ خبره کوي، چې امریکايي ځواکونه هم له افغانستان څخه په وتو دي.