مارک‌میلي: افغان ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع بشپړه وړتیا لري؛ خو له ملاتړ یې مخ نه‌ګرځوو

مارک‌میلي: افغان ځواکونه له خپل هېواد څخه د دفاع بشپړه وړتیا لري؛ خو له ملاتړ یې مخ نه‌ګرځوو


  • 3 کاله دمخه (10/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1155

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، افغان ځواکونه د جګړې او د خپل هېواد د دفاع لپاره کافي وړتیاوې لري او دوی به یې ملاتړ ته دوام ورکړي. 

دا څرګندونې په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې د جنرال میلي په حواله لیکلي، چې په خبره یې افغانستان په سختو شرایطو کې قرار لري او دوی به یې له ملاتړ مخ ونه‌ګرځوي.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښارونو وروستیو بریدونه ته په اشارې ویلي، چې امریکا د افغانستان او په تېره د افغان ځواکونو ترڅنک ولاړه ده او که چېرته دغه ډله خپلو بریدونو ته دوام ورکوي؛ نو دوی به یې سخت وځپي. 

جنرال میلي دغه‌راز ویلي، د ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد د دفاع وزیر د لارښوونو له مخې به د اړتیا پرمهال د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه طالبان تر بریدونو لاندې راولي.

څو ورځې وړاندې په راپورونو کې راغلي‌و، چې ولسمشر بایډن د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پر دې ډلې د امریکایي بي ۵۲ بم غورځونکونکو الوتکو ته د بریدونو امر هم کړی دی.

د مالوماتو پر بنسټ، د امریکا هوایي ځواک وړمه ورځ د جوزجان د مرکز شبرغان په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو پر مرکزونو او پټنځایونو بریدونه کړي، چې د یادې ډلې سلګونه تنه یې وژلي او ټپیان کړي دي.