ناټو: که طالبان بریدونه ونه‌دروي؛ نو په رسمیت یې نه‌پېژنو

ناټو: که طالبان بریدونه ونه‌دروي؛ نو په رسمیت یې نه‌پېژنو


  • 3 کاله دمخه (10/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1089

د ناټو یو چارواکی وایي، د افغانستان کشاله پوځي حل نه‌لري او طالبان باید په دې وپوهېږي، چې که چېرته د زور له لارې د واک ترلاسه کولو فکر لري؛ نو محاسبه یې غلطه ده، ځکه نړیواله ټولنه به هېڅ‌کله هم د زور له لارې رامنځته شوی حکومت په رسمیت ونه‌پېژني. 

دغه چارواکي همداراز ویلي، طالبانو په ورستیو کې جګړو ته زور ورکړی، چې دا چاره به یاده ډله له سختو ناوړه پایلو سره مخامخ‌کړي. 

هغه له طالبانو غوښتي، چې باید بریدونه ودروي او په ښه نیت له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني. 

دا څرګندونې د ناټو یوه چارواکي رویټرز خبري آژانس ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط کړې دي او زیاته کړې ده، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه‌ده. 

د امریکایي ځواکونو سربېره له افغانستانه د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د ځواکونو د وتلو پروسه چې د مې له میاشتې راهیسې پیل شوې، بشپړېدو ته نږدې شوې ده.

د مالوماتو له‌مخې، چې ښایي ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه د روانې اګسټ میاشتې ترپایه ووځي.