په غزني کې ۷۵۰ متره اوږد کانال جوړ شو

په غزني کې ۷۵۰ متره اوږد کانال جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (10/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1291

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اړوند د خوربوته پاتو کلي کې ۷۵۰ متره اوږد کرنيز کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سرچینه زیاتوي د دې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۲۳۲۰ کاري ورځې هم برابری شوې او ۴۰ کورنۍ ترې مستقیمه ګټه اخلي.

د يادونې وړ ده، چې ددې کانال په جوړیدو سره د نوموړي کلي د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ستونزه حل شوه او د اوبو د ضایعاتو څخه هم مخنیوی وشو.