روسیې د تاجکي او ازبیکي ځواکونو سره پر افغان پوله خپل پوځي تطبیقات پای ته‌ورسول

روسیې د تاجکي او ازبیکي ځواکونو سره پر افغان پوله خپل پوځي تطبیقات پای ته‌ورسول


  • 2 کاله دمخه (11/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1160

روسیې د افغانستان پر پوله د تاجکستان او ازبیکستان له پوځي ځواکونو سره ګډ پوځي تطبیقات پای ته رسولي دي.

د افغانستان او تاجکستان پر پوله حیرتان بندر ته نږدې په دې ګډو پوځي تمریناتو کې چې تېره اوونۍ پیل شوي‌وو او پرون د روان میلادي کال د اګست په لسمه نېټه پای ته‌رسېدلي، د روسیې، تاجکستان او ازبیکستان شااوخوا دوه نیم زره سرتېري په‌کې وو. 

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په دې پوځي تطبیقاتو کې بېلابېل ټانکونه، زغرګاډي، ۲۵ ډوله جټ الوتکې، هلیکوپټرې او نورې وسلې کارول شوې؛ څو سرتېري د افغانستان له خاورې د وسله‌والو د احتمالي بریدونو پر وړاندې چمتو و اوسي.

دا تطبیقات وروسته له هغه ترسره شول، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې طالبانو پر یو شمېر سیمو لنډمهالې ولکه وکړه.