د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکو امنيتي ځواکونو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ

د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکو امنيتي ځواکونو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ


  • 3 کاله دمخه (11/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1323

د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ ولسوال نجيب الله انورزوی د سرحدي لواء قوماندان او يو شمېر نورو مسئولينو د مومندرې ولسوالۍ د شلمان سيمې خلکو سره لیدلي. 

په دې ليدنه کې د یادې سیمې خلکو ته د سرومال د ساتنې ډاډ ورکړ شو او د امنيت په تامين کې، امنیتي ځواکونو د یادې سیمې له ولسونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه مې راغلي، چې د يادې ولسوالۍ خلکو له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه چې هر مهال خپلو سرتيرو سره همکارۍ او قربانۍ ته چمتو دي.