ترکیه: افغانستان مو ښه ملګری دی؛ روان وضعیت کې یې نه‌پرېږدو

ترکیه: افغانستان مو ښه ملګری دی؛ روان وضعیت کې یې نه‌پرېږدو


  • 3 کاله دمخه (11/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1096

ترکیې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې هېواد یې په دې سختو شرایطو کې د افغان حکومت ترڅنګ ولاړ دی. 

دا څرګندونې نن مازدیګر د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان له خپل افغاني سیال محمداشرف غني سره پر یوې ټیلفوني مکالمه کې کړې دي.

ولسمشر غني په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو په هکله د ترکي سیال د اندېښنو مننه کړې او په هیواد کې یې د تلپاتې سولې په رامنځته کېدو کې په سیمه کې د ترکیې رول ارزښتناک بللی دی.

په دې ټیلفوني مکالمه کې ښاغلي اردوغان ویلي، چې هېواد او خلک یې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او همداراز یې په افغانستان کې د روان ناورین پر ژر پای ته رسېدو او د افغان ستونزې پر سیاسي حل ټینګار کړی دی. 

نوموړي دغه‌راز ویلي، د افغانستان وضعیت څاري او زیاتوي، چې د تاوتریخوالي پر پای‌ته رسېدو او د باثباته سولې په ټنګښت کې د خپل هېواد هڅې به یې دوام ولري.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، چې په دغې ټلیفوني مکالمې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې اترې شوې دي. 

ترکیه له افغان حکومت داسې مهال د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې د افغاستان په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړې تر بل هر وخت تېزې شوې دي.

بل‌خوا ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د روانو جګړو له کبله د ملکیانو پر بې‌کوره کېدو او مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، څو د جګړې پر ځای له افغان حکومت سره خبرې غوره کړي.