په شل اوریزو لوبو کې د توپ اچوونکو درجه بندي؛ لسو غوره لوبغاړو کې دوه افغان لوبغاړي هم شته

په شل اوریزو لوبو کې د توپ اچوونکو درجه بندي؛ لسو غوره لوبغاړو کې دوه افغان لوبغاړي هم شته


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1371

د کرکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي په شل اوریزو لوبو کې د توپ اچوونکو درجه بندي اعلان کړې ده.

په دغې درجه بندۍ کې د سوت افریقا لوبډلې لوبغاړي تبریز شمسي لومړی مقام تر لاسه کړی.

تبریز د ۷۹۲ نمرو په درلودلو سره لومړی، هسرنګا د ۷۶۴ نمرو په درلودلو سره دوهم، افغان راشد خان د ۷۱۹ نمرو په درلودلو سره دریم، عادل رشید د ۶۸۹ نمرو په درلودلو سره څلورم، مجیب الرحمن د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره پنځم، ټیم سوتي د ۶۶۹ نمرو په درلودلو سره شپږم، اشټون اګر د ۶۴۹ نمرو په درلودلو سره اووم، ادم زمپا د ۶۴۸ نمرو په درلودلو سره اتم، ایش سوډي د ۶۴۰ نمرو په درلودلو سره نهم او مستفظ الرحمن د ۶۱۹ نمرو په درلودلو سره لسم مقام خپل کړی دی.

باید یاده شي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا هره میاشت د ټولو برخو درجه بندي اعلانیږي او لوبغاړي په کې مخکې او وروسته کېږي.