د امریکا د دفاع وزارت: افغان ځواکونه په خپل زور روان وضعیت بدلولی شي

د امریکا د دفاع وزارت: افغان ځواکونه په خپل زور روان وضعیت بدلولی شي


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1473

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د ځینو چارواکو له قوله ویلي، چې افغان امنیتي ځواکونه روان وضعیت برعکس کولای شي.

د پنټاګون چارواکو ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د مختلفو ولایتونو مرکزونو ته ځان رسولی؛ خو افغان حکومت  ددې وړتیا لري، چې د طالبانو حملې په شا وتمبوي او روان وضعیت ته تغییر ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وايي، چې د ولسمشر غني سیاسي او نظامي اراده کولای شي، چې په افغانستان کې وضعیت کنټرول شي.

امریکا په داسې مهال د افغان ځواکونو د پیاوړتیا خبره کوي، چې د یاد هېواد ولسمشر جوبایډن هم ویلي ول، چې له افغانستان نه د ځواکونو په ویستلو پښیمانه نه دی.