په ننګرهار کې ۲۲۰ متره اوږد کانال جوړ شو

په ننګرهار کې ۲۲۰ متره اوږد کانال جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1340

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او جوړونې لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت د خوږیانو ولسوالۍ اړوند په خالقداد کلي کې د ۱.۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۲۰ متره اوږد کرنيز کانال چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وړاندې شو.

 سرچینه زیاتوي دا کانال د سیمه والو ۱۸۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي.

د دې پروژې په ترڅ کې ځایي تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۲۷۲۳ کاري ورځې برابرې شوې او ۱۲۳ کورنۍ ترې مستقیمه ګټه اخلي.