طالبانو ته د المان خبردارئ؛ مونږ مو په رسمیت نه‌پېژنو

طالبانو ته د المان خبردارئ؛ مونږ مو په رسمیت نه‌پېژنو


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1335

آلمان هېواد وایي، که چېرته طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کوي؛ نو دغه هېواد به ورسره خپلې مرستې ودروي. 

د آلمان بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان په دې پوهېږي، چې له افغانستان سره نړیوال مرسته کوي او په وینا یې که طالبان د زور له لارې د واک پر ګدۍ کښېني؛ نو المان به دغه هېواد سره هېڅ‌راز مرسته ونه‌کړي. 

د راپورونو له‌مخې، چې المان هېواد له افغانستان سره د کال ۳۴۰ ميليونه یورو مالي مرسته کوي او دغه هېواد یې د ملاتړو په لېست کې په لومړي سر کې ځاي لري.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې طالبانو په وروستیو کې په افغانستان کې د ولایتونو د ښارونو نیولو هڅې پیل کړي، چې د افغان حکومت سربېره یې د نړیوالو اندېښنې هم راپارولي دي.

بل‌لورته په دوحه کې بیا افغان پلاوي او طالب مشران په خبرو بوخت دي؛ څو پر ښارونو د بریدونو مخنیوی وکړي.