راپورونه: افغان‌حکومت طالبانو ته د جګړې بندېدو او د واک‌وېشلو وړاندیز کړی

راپورونه: افغان‌حکومت طالبانو ته د جګړې بندېدو او د واک‌وېشلو وړاندیز کړی


  • 3 کاله دمخه (13/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1396

راپورونه وایي، چې د افغانستان‌حکومت طالبانو ته د روانو جګړو ودرېدو او په حکومت کې د واک وېشلو وړاندی کړی دی.  

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله پرون په قطر کې ویلي، چې د افغان‌سولې لپاره یې د افغان حکومت طرحه قطر ته سپارلې؛ څو د دغه هېواد په وسیله طالبانو ته په حکومت کې د شراکت وړاندیز وکړي. 

د راپورونو له‌مخې، ښاغلي عبدالله په دوحه کې په ترویکا یا د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په غونډه کې د افغانستان د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره دغه پلان وړاندې کړی دی. 

د ښاغلي عبدالله په خبره، چې له طالبانو سره د سیاسي روغې جوړې لپاره د نورو هېوادونو منځګړیتوب ته اړتیا ده.

په همدې حال کې فرانس پرس خبري اژانس وايي، د افغان‌حکومت یوې سرچینې ورته ویلي چې قطر ته‌یې ویلي که طالبان جګړه ودروي؛ نو د افغان‌دولت حاضر دی چې طالبان په واک کې شریک کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند، فریدون خوځون چې اوسمهال په قطر کې دی رسنیو ته دا مسئله تائید کړې او په وینا که د افغان حکومت یاده طرحه ومنل شي؛ نو پر بنسټ به یې افغان‌کشاله په اساسي ډول حل شي. 

د افغان‌حکومت له‌لوري طالبانو ته دا وړاندیز داسې مهال دی، چې یادې ډلې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې پر ځینو مرکزونه ولکه هم کړې ده.