انتونیو ګوتریش:  د بریدونو وخت نه دی سوله وکړئ

انتونیو ګوتریش: د بریدونو وخت نه دی سوله وکړئ


  • 3 کاله دمخه (14/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1030

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د بریدونو او حملو د درولو وخت دی باید سوله وکړئ.

ګوتریش زیاته کړې، چې په ښارونو بریدونه ناورین زیږولی شي؛ نو ټولو اړخونو ته په کار ده، چې له نښتو او جګړو لاس واخلي تر څو افغانان د ارامۍ ساه واخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، چې د افغانستان د سولې له مسلې نه ملاتړ کوو؛ خو که طالبان د زور له لارې واک ته رسېدل غواړي یوه اشتباه ده؛ ځکه ملکي تلفات زیاتېږي.

انتونیو ګوتریش دا خبرې په داسې مهال کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د مختلفو ولایتونو د سقوط خبره کړې؛ خو افغان حکومت بیا وایي چې نیول شوي ولایتونه به بېرته ژر ونیسي.